IQNA

په امریکا کې پر درو فلسطینیو  محصیلینو وسلواله حمله شوې

7:05 - November 28, 2023
د خبر لمبر: 3488339
ایکنا-(نیویارک) د امریکا په ورمونټ ایالت کې پر درو فلسطینیو محصیلینو یو ناپيژاند کس وسلواله حمله کړې چې له امله ئې درې واړه ټپيان شوي دی،ځینو خبری سرچینو  دغه پيښه د فلسطینیانو په ضد د نفرت او کرکې له امله بللې ده.

ایکنانیوز د  روئيټرز له قوله راپور راکړ،پر دغو درو فلسطیني توکمه  محصیلینو باندې  د تیرې شنبې په ورځې  حمله شوې  چې پکې ټپیان شوي دي .

په دغه ایالت کې د برلینګټن ښار پولیسو په یوې خبرتیا کې ووئيلچې  د وسلوالې حملې په باب ئې راپور ترلاسه کړی دی او په هغه ځّاي کې درې زخمي محصیلین هم پيدا شوي دي .

دوي وئيلي دی، چې په یکشنبې ورځې   دغه محصیلین روغتون ته وړل شوي دی  او درملنه ئې دوام لري او دوه کسان ئې  په ګولیو سره په سینې لګیدلی او دریم  تن هم په پښو ویشتل شوی دی . په دغې خبرتیا کې ويل شوي دي چې درې واړه کسان له خطرې بهر دی او اپریشنونه ئې شوي دي.

د پولیسو چارواکو په راپورکې وئيلی دي ، چې دا درې واړه امریکائي ښاریز دي . پولیسو او د فیډرل مامورانو د هغه وسلوال کس پلټنه پیل کړې چې پر دغو محصیلینو ئې ډزې کړي دی ،البته دا احتمال هم شته چې دغه پيښه د نفرت له امله یو جنایت وي.

د امریکائي عربی  توپیر ضده کمیتې اجرائي مدیر عابد ایوب له دغې پيښې وروسته په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي، دفلسطینیانو  اوعربانو په ضد  داحساساتو زیاتیدا  چې امریکائي مسلمانان ئې شاهدان دي ،بې مخینې ده او دا ئې په تاؤتریخوالی د نفرت دبدلیدا یوه بله نمونه ده.

په امرکیا کې د فلسطین دنمایندګۍ مشر حسام زملط  پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلی دي، چې محصیلین د ماښامنۍ له یوې میلمستیه  څخه   له ستنیدا وروسته د فلسطیني چفیئې د اچولو په دلیل  په نښه شوي دی. هغه ووئيل، دنفلسطینیانو په ضد دنفرت له امله دې جنایتونه ودرول شي او درستو ښآریزو ته دې امنیت اوثبات  امکانات برابر شي.

د  امریکائي –اسلامی  اړیکو شورا  (CAIR) په یوې اعلامیې کې  د هغه چا لپاره چې د جنایت دعامل یا عاملانو د نیولو د سبب شونې اطلاعات  وړاندې کړی ،لس زره ډالره  جایزه ټاکلې ده.  

د فلسطین خارجه وزارت هم دغه جنایت چې پر فلسطینیو محصیلینو شوی ، په سخته محکوم کړی دی .

https://iqna.ir/fa/news/4184351

 

captcha